سرپل کې د یوه کس په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

د سرپل د سانچارک ولسوالۍ اړوند د فاطمة الزهرا د نجونو منځي ښوونځي ودانۍ د سیدشاه حسیني په نوم د یوه ملي سوداګر په مالي لګښت جوړه او د دغه ولایت د ځايي چارواکو له لوري د یولړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد ولایت د پوهنې وزارت د رسنیو مسوول وايي، چې دغه یو پوړیزه ودانۍ د ۹ درسي خونو په درلودولو سره په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې او ټول ټال پرې ۱۰۰زره امریکايي ډالره لګښت راغلی دی.

وروستي مطالب

اسرائیلو غزه کې اوو ورځنی اوربند په هوايي بمباريو مات کړ.

نوي مطالب

پنجشیر کې امریکایي پانګه وال ۱۰میلیونه ډالره پانګونه کوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور