ساینس او ټکنالوژې

ساینس او ټکنالوژې په وروستیو څلورو، پنځو لسیزو کي خورا په چټکي روان دي، اوس یې د خلګو ټول پام ځان ته را اړولی دی، د پام اړولی دلیل یې دادی چې دقیق نتایج او ټولو ته د منلو وړ پایلې وړاندي کوي، بشر ته د لوي پوښتنو له حل سره، خورا سهولتونه ورکوي.

جنیټک چې د ساینس یوه برخه ده په وروستیو پنځلس کلونو کي خورا بدلون کړي، اوس مهال د وګړو اوسط عمر 1000 کاله دی، چې په نژدي راتلوونکي کې به جنیټک له خورا نورو بدلونونو سره دا اوسط عمر له سلو کلونو ډیر لوړ کړي. ورسره د ډاروین د تکامل نظریه او د بیک بانګ(لوي چاودنې) تیورې خپلی رقیبی نظریې له مارکیټه باسي،او ډیرو پوښتنو ته ځواب وایې.

په ټکالوژي کي مصنوعی ذکاوت(artificial intelligence) چې یوه برخه یې روباټونه دي، هم له انسان نه به سختي دندې په غاړه واخلي.

خو د ساینس لویه نیمګړتیا داده چې په مادي نړۍ راڅرخي. هغه څه ورته د منلو وړ دی چې پنځه ګوني حواص یې مني او تجربي اړخ ولري. یعنی ساینس معنویاتو ته اهمیت نه ورکوي، نو هم دا دلیل دی چې ساینس روح او دیته ورته نورو مهمو بشری معنوی مسایلو ته وخت ندی ورکړي او نه به په ورباندی پانګونه وکړي.

ساینس له فلسفې سره په ډیرو ځایو کې په ټکر کې دي او فلسفې مسایل ردوي د مثال به ډول فلسفه وایې له هیڅ نه څه نسی رامنځ ته کیداي خو کوانتم فزیک دا په ثبوت ورسوله چې له هیڅ نه څه رامنځ ته کیږي.

خو تر اوسه لا معلومه نده چې ساینس به کله خپلو تیوري ته دا ورشامل کړي چې له بیګ بانګ (لویه چاودنه چې ټوله هستې یا ګیټې ترې منځته راغلي) نه مخکي څه وو.

وروستي مطالب

ګوجرات ټایټنز او چینای سوپر کنګز نن د ای‌پي‌اېل لیګ پای‌لوبه کوي

نوي مطالب

د اسلامي امارت بریالۍ حکومتولي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور