روان کال ۲۶ زره ښځې په دندو ګومارل شوې دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په روان لمریز کال کې تر دې دمه ۲۶ زره مېرمنې په دندو ګومارل شوې دي. د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په ۱۴۰۲لمریز کال کې بیا تر اوسه څه باندې ۱۳۰ زره کسان په دندو ګومارل شوي چې شاوخوا ۲۶ زره یې ښځې دي. نوموړی وایي، دمګړۍ دغه کسان په یو شمېر دولتي او خصوصي سکټورنو کې په رسمي دندو بوخت دي او شاوخوا لس زره یتم او بې سرپرسته ماشومان د یاد وزارت په روزنتونونو کې د زده‌کړو او پالنې په هدف ځای پر ځای شوي دي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت یادې لاسته راوړنې داسې مهال شریکوي چې لاهم په هېواد کې د بېکارۍ کچه څنګه چې اړتیا وه، نه ده کمه شوې.

وروستي مطالب

ننګرهار کې د ۷۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوې

نوي مطالب

فراه کې د ۳۹ ښوونځيو ودانۍ بيارغول شوې دي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور