د کابل نهمه ناحیه کې ۷ فرعي سړکونه جوړ شوي دي

د کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د نهمې ناحیې د ۶ او ۱۶م ګذر په قلعه حبیب، یکه توت او امین آباد سیمو کې د ۷ فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د مالوماتو له مخې په ۶م ګذر کې جوړ شوي سړکونه په ټولیزه توګه ۱۱۳۰ متره اوږدوالی او له ۴ څخه تر ۵ مترو پورې سور لري چې د جوړولو چارې یې د څلورو میاشتو په موده کې، د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي. دغه راز په ۱۶م ګذر کې جوړ شوي سړکونه په ټولیزه توګه ۹۲۵ متره اوږدوالی او له ۴ څخه تر ۵ مترو پورې سور لري چې د جوړولو چارې یې د څلور نیمو میاشتو په موده کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.

وروستي مطالب

سالنګ لویه لاره د مسافروړونکو موټرو پر مخ پرانيستل شوه

نوي مطالب

هلمند کې شپږ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور