د قومي ستونزو په حل او جوړښت کې د حکومت رول!

په معاصر دور کې که د ګران هېواد افغانستان تاریخ ته وکتل شي، ډيری تېرو شویو نظامونواو حکومتونو د قومونو په جوړښت او د ستونزو په حل کې هغه ډول چې لازمه ده هېڅ نه دي کړي او د همدې قومونو د بې اتفاقۍ او نه جوړښت څخه یې په ولس د حکومت چلول ځانته یوه لاسته راوړنه بللې.
په هېواد کې اوسني حاکم نظام ( اسلامي امارت) په راتګ سره د پښتون، هزاره، اوزبک، تاجک….. او ټولو قومونو توپیر او یو پربل بهترۍ مسله په بشپړ ډول حل شوې او لا هم په دې زهنیت کار روان دی چې موږه ټول افغانان یو او په یوه ټغر سره راټولیدلای شو.
کله چې د یوه نظام مشرانو او کشرانو سره د دین او ولس دخدمت اراده وي، باوری دی چې هغه چارې چې ناشونې وي په شونتیا بدلیدای شي.
په تېرو څه کم دوو کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت په ګڼو ولایتونو کې د قومي سترو ستونزو حل لپاره ډېرې هڅې کړي او خېلونو او قومونو ترمنځ یې د لسګونه کلونو دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړي او هغه خلک چې د یو او بل وینو ته به تږي سره ناست ول د ورورۍ په فضا کې یوبل ته تر غاړي ویستي دي.
په تېرو تاریخونو کې دا خبره بیخي جوته شوې ده هر نظام او حکومت چې ولس سره نږدې اړیکې ولري، په ملي کچه یې نظامونه له ستونزو سره نه مخ کېږي او په نړیواله کچه یې هم په سیاست کې رول او اړیکه بارزه وي.
د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د هرې سیمې او ژبې ویونکي خپل تاریخ، عنعنات، اُصولب او پرېکړې لري، چې دوی تر ډېره د خپل ژوند تېرولو اساسي او تاریخي پرېکړې له همدغو اُصولو سره سمې ترسره کوي.
د اوسني حکومت مشرانو دا درک کړې او لا پرې له بل هرچا څخه ښه پوهېدای شي چې کومې پرېکړې د ولس په ملاتړ او قومي جوړښتونو سره مطابق ترسره کېږي، بل هېڅ وضعي قانون سره نشي ترسره کیدای.
همدا راز زموږه اوسني حاکمان او مشران تر ډېره دیني عالمان دي چې دوی د اسلام مبارک دین او خپل عنعنوي مسایلو له بل هرچا ښه پوهیدلی شي، چې په کوم شکل سره دوی وشي کړای د قومونو ترمنځ شته ستونزې حل او په یوه اسلامي او ملي چتر لاندې یې سره راټول کړي، ځکه چې د اسلام په مبارک دین کې بهتري او بدتري نشته بلکې ټول مسایل په تقوا دارۍ او د یوه مسلمان په غوره اوصافو باندې تړل شوي دي.
نو په ټوله کې ویلای شو چې اسلامي امارت د قومونو په جوړښت، قومي ستونزو په حل، یوالي او له نظام څخه ملاتړ په چارو کې خورا لوړ رول لوبولی چې د همدې لاسته راوړنې سره یې په کور دننه د خپل نظام مشروعیت ترلاسه کړی او د هېواد په ټولو ولایتونو کې داسې سیمه نشته ده چې هلته دې حاکمیت نه وي بلکې ټول ولسونه اوس د خپل مشروع نظام ترڅنګ ولاړ دي.

وروستي مطالب

د اسلامي امارت بریالۍ حکومتولي

نوي مطالب

ننی نظام ولې او د چا له خوا تر نېوکو لاندې دی!؟

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور