د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه کمه شوې ده

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې لپاره د خیبر پښتونخوا همغږي کوونکي ضیاالحق سرحدي له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي، چې افغانستان د پاکستان له لوري د ټرانزېټ تجارت په برخه کې د ځینو ستونزو له امله خپل ۷۰ سلنه تجارت د ایران هېواد چابهار او عباس بندر ته انتقال کړی دی، چې له دې سره په پاکستان کې زرګونه کسان بې روزګاره شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت د یادو اقداماتو له امله له افغانستان سره د دغه هېواد سوداګري ۷۰ سلنه کمه شوې ده، په داسې حال کې چې تر رامنځته شویو ستونزو وړاندې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه تر ۲.۵ ميلیارده ډالرو وه، خو اوس دا اندازه یو میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې ده.

وروستي مطالب

تېره میاشت څه باندې ۳ زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

نوي مطالب

روان کال د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۵.۴۲ سلنه لوړ شوی

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور