دولایتونو سفر؛که په ملي بستر کې د پاشل شوي ملت د پیوندېدو کامیابه هڅه!

جمال ایوبي
 
معاصر افغانستان د تاریخ په مختلفو پړاوونو کې په داسې متفاوتو داخلي ستونزو کې راګیر شویدی چې پکې پراته ولسونه یې د مرګ په ژۍ او سیاسي حیثیت یې ورته د تجرید سره مخامخ کړی خو تر ټولو بدرنګه اوضاع او وژونکې فضا چې یرغلونو ته پکې زمینه مساعده او د پیوندو پرګنو مقدر یې متلاشي کړ هغه د واکمنانو له خوا د خپل قوم په قوت د قدرت واګي ترلاسه کول او بیا د نورو اقوامو سره په برخورد کې تبعیضي چلند وو چې دې قومي ابتلا بیا په تعقیب نورو بحرانونو ته هم زمینه مساعده کړله.
دا ټول په داسې حال کې چې د وخت حاکمانو له پاره د منسجم او متحد ملت طلایې فرصتونه مهیا ول ترڅو دا ملت او جغرافیه د سیال کېدو خواته سوق او د عروج په کرښه ودراوي خو په دوی کې د عدم ظرفیت، د حکومتولۍ له الفبا سره نابلدتیا او د ملزم او ملتزم د اصولو سره نااشنایې بیا هغه څه و چې برعکس دوی په افغانستان کې د زوموخت او د یؤ دشوار وضعیت د ایجاد مرتکبین شول.
که له معاصر افغانستان مخکې تاریخ ته لنډه کتنه وکړو نو هغه وخت هم په سیاسي میدان کې لویو قومونو د حکومت او امپراتوریو د اعادې چانسونه پیدا کړیدي لکه سلطان محمود غزنوي چې د خپل پلار او همداسې د زابلي خپلوانو په همکارۍ واکمن او لویه امپراتوري یې جوړه کړله.
د غزنوي امپراتورۍ پاتې حکمرانان او د غور د حاکمې کورنۍ تر منځ قضیه چې پای غوري حاکمیت پکې د سلطان شهاب الدین غوري په زمانه کې ښه قوت وموند.
… دې سیاسي او قومي کشمکش جریان درلود آن کله چې نادر ابشار وروستي هوتکي واکمنان شاه حسین او شاه اشرف هوتک له صحنې وایستل په همدې زاره چاودي اخ و ډب کې ابدالي پښتنو د نادر په منځ کې قوي نفوذ پیدا کړ چې په همدې ځواک سره د ځواکمنې امپراتورۍ څښتنان شول.
همداسې په قومي قوت د اتکاء تسلسل تر محمدزو او پوپلزیو پورې دوام وکړ چې په منځ کې د امیر شیرعلي خان دوران چې د علامه سید جماالدین افغان د افکارو په تآثر او په خپل مؤثر اقدام سره یې نسبتاً دې بدرنګ تسلسل ته پای کېښود.
که څه هم په دې قومي جریان کې واک ته د رسېدلو بعضې تړونونه ظروفو ته په کتو مفید وو خو د معاصر افغانستان په تاریخ کې د پاشل او تجزیه کېدو یوه خطرناکه او مؤثره حربه وه.
که د شوروي پر ضد د جوړو شوو اسلامي ډلو له جهاد وروسته د قومي جوړښت ،بدغونو اهدافو، بحراني اوضاع او بیا یې د ویرانه افغانستان له ناامیده انځورونو تېر شو …
او د امریکایي شل کلن اشغالي دوران ته لنډه کتنه وکړو چې په دې مرحله کې قومي تعصب دا ملت د تنفر او تفرق کوم حد ته پورته کړی وو که دا دوره د تېرو دورو سره په منصفانه پرتله کې واچول شي نو دا به د افغانستان په تاریخ کې د تشنج او انشعاب تر ټولو توره دوره وبلل شي.
د امریکايي اشغال په زمانه کې د کابل ادارې تشکیل او د وزارتونو ویش پکې نه یواځې دا چې د ولسي تناسب د نه مراعت په لحاظ له توپیري چلند ډک وو بلکې آن د نام نهادو وزیرانو(!) د سفرونو تقسیم اوقات یې داسې تنظیم کړی وو تا به ویل چې دا نورې سیمې د افغانستان له احاطې بهر دي.
د امریکایي اشغال پر وخت په ټولو دورو کې د دوی نام نهاد داخله وزیران (!) د څو مخصوصو ولایتونو پرته د افغانستان د پاتې جغرافیې سره تر پایه نااشنا او د دیدن څخه یې داسې محروم ول تاسې به ویل لکه پاتې دوه برخې خاوره چې په لرې افریقا کې پرته وي.
که څه هم دې قومي تعصب ته لمن وهل د اشغالګرو او ددوي د کلیدي ګوډاګیانو د پلان او پالیسۍ برخه وه خو برعکس یې د اشغال پر وړاندې د حساسیت تر څنګ دا هم د اشغالي حاکمیت د محوې بهترینه نسخه وه د محوې خبره په دې بنیاد کؤم چې ددې جغرافیې فطرت او طبیعت داسې جوړ دی چې د استعمارګرو سره د حساسیت تر څنګ د قومي، سمتي او ژبني تعصبات پالل پکې د متعصبو واکمنانو د جارو کېدو سره غوټه خوړلې ده.
که څه هم دې شل کلنې بدغوني ماضي په دې جغرافیه کې بلا ترخې خاطرې پرېښودلې مګر ددې ټولو بحراني امواجو او تصویرونو باوجود بیاهم دې عزیز ملت ددې خونړي وضعیت څخه د نجات هیلې د امارت په رهبرۍ او سیاسي مقتدرو رجالو پورې تړلې وې ممکن دا په ګارو او غرونو کې پراته د ازادۍ امامان او معماران په خپل حاکمیت سره په یوه مبتکرانه مبادرت کې مثبت تحول راولي.
د اسلامي امارت دوهم ځلي اقتدار چې د ولسي حمایې او تجاوب فلسفه یې تر شا پرته وه په همدې بنیاد ترې د متمایز کردار توقعات کېدل تر څو دا سراسیمه ګرځېدلی افغانستان د پرګنو په حمایت او د رهبرۍ په ممثل کردار سره د متحد افغانستان جوګه شي.
د حکومتولۍ په نحوه کې دا اصل دی چې په ښه حکومتولۍ کې تر ټولو لومړنی او اغېزمن فکتور د ولسونو سره نږدې اړیکه او ستونزو ته یې پر وخت رجوع کول دي او داسې هېڅ څېز باید وجود ونلري چې د ولسونو سره د تصادم او قطع روابطو حائل شي.
که څه هم اسلامي امارت له پاره ټولو مطلوبو اهدافو ته په تحقق کې اوږد سیاسي مزل او لوی زغم پکار دی خو بیاهم هغه څه چې دا ملت ترې څه کم پنځوس کاله محروم وو او په دې دوو کلونو کې میسر شول هغه:
ـ امن
– مرکزي حکومت
– او تر ټولو غوره دا چې پرګنې پکې فکراً متحد افغانستان ته له سره چارج او عیار شول چې هغه پکې د قومي تعصباتو څخه مبراء حکومت او کابینه ده چې نن ترې دا جغرافیه مستفیده ده.
ددې درېیم فکتور ژوندی انځور دا دی چې د افغانستان په څه کم پنځوس کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان اسلامي امارت داخله وزیر صاحب پکې له یؤ څو محدودو ولایتونو پرته چې هغه هم د پښتنو سیمې دي نور یې ټولو ولایاتو ته سفر وکړ هلته یې د ټولو قومونو مشرانو سره ولیدل … د هغوی ستونزې او شکایتونه یې له نږدې واورېدل … او په مجموع کې یې ټولو ملیتونو ته ملي فکر ترویج، یوه جسد تصور احیاء او د شل کلن اشغال سرطاني فکر او د ملت د پاشل شوي فارمول د تطبیق ټولې معادلې یې ورته عملاً ناچله وښودلې او پای کې یې ورته له تعصباتو او تبعضي چلند څخه د خالي افغانستان تآثر په میراث پرېښود.
ددې سفر په اړه په ولایتونو کې د خلکو د تآثراتو تصویرونه وایې چې د داخله وزارت په صفت د خلیفه صاحب د لیدنو او کتنو لویه ځانګړنه او برتري دا وه چې د نمایش او خیالي خبرو پر ځای به یې زموږ غوښتنو او ستونزو ته پر هماغه وخت ګروپ مؤظف او مشکلات به یې رفع کړل.
د نورو اقوامو غږ ته پر وخت او له تبعیض پرته  لبیک ویل دا د افغانستان په پنځوس کلن تاریخ کې چې دا جغرافیه پکې د متعصبو واکمنانو بحراني څپو په مخه کړې وه دا پکې لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت داخله وزیر د ممثل مشر په صفت تبارز او د وحدت کردار یې سجل کړ چې دا اقدام یې بیا په خپله د ذهنیت سازۍ په برخه کې د هغه تدریجي اصولو خلاف یؤ چټک مثبت تحول دی.
امید دی چې په همداسې نورو سفرونو کې هم د ولس شکایتونو او مشکلاتو ته په عمل کې جدي اعتناء او توجه وشي ځکه په ماضي کې دا ټیټ تهذیب چې د ولسونو د تېرایستنې لپاره سیمو ته سفرونه شوي او بیا دغو اړمنو ولسونو یې په نتیجه کې کومه مثبته ثمره نده لیدلې نو؛ په همدې تعقیب باید دا ملت د هغه جایز فکر چې د بې اعتبارۍ او بدګمانۍ په تَل کې غورځېدلی چې اوس ورته دا هر څه د ماضي په کاذب تصویر کې تخدیر ښکاري نو؛ باید ددې سفرونو محصول هغه څه وي چې دا پرګنې پکې په اوږده زمانه کې د کېوتې بې اعتبارۍ له تَل څخه راپورته او د ښې حکومتولۍ په مظاهره کې د اعتمادسازۍ هغه پُل جوړ کړي چې د ممثل حکومت تعریف په کې نور هم ښه تعبیر او تفسیر شي.
په حقیقت کې د حکومتولۍ فلسفه ددغه فکر سره مستقیمه اړیکه لري چې ولسي رابطه باید فعاله، ټول قومونه د ظرفیت په اساس استخدام … او په امتیازاتو کې ورسره منصفانه برخورد وشي.
د اسلامي امارت د قیام او صحنې ته د راوتلو یؤ عمده لامل دا وو چې په افغانستان کې ټول اقوام د هغه بحران څخه وژغوري چې د وخت فرعوني جنګسالاران یې پیلوونکي وو او په حقیقت کې یې هم هغه وضعیت په یوه داسې مثبت تحول عوض کړ چې وروسته یې د حکومت په ټولو برخو کې د قیام اهداف مراعت شول.
جناب داخله وزیر خلیفه صاحب چې د ولسي فکر او توقعاتو سره کوم موزون اقدام وکړ دا پکې په ملي بستر کې د پاشل شوي ملت د پیوندېدو یوه کامیابه او مبتکرانه هڅه وه خو دا لوی مسؤلیت په همدې یوه وزیر صاحب کې نه خلاصه کېږي بلکې دفاع وزیر صاحب او د اطلاعاتو کلتور په شمول ټول هغه وزیر صاحبان چې د دندې اهداف یې په همدې محتویٰ څرخي هغوی باید پوه شي چې تاسې ټول همداسې سفرونو ته اړتیا لرئ ځکه کمونېستي او غربي فکر د حاکمیت په زمانه کې دلته هغه څه په میراث پرې ایښي چې ددې فکري تصحیح او ټول قومونه په یوه سټېج راټولول او کوشیرول له موږ څخه بلا زغم او نور عمیق سیاسي مزل غواړي چې دا باید د داسې هوښیارې پالیسۍ او لومړیتوبونو برخه وګرځي ترڅو بهرني دسیسه ګر پکې د خپلو اهدافو د تحقق څخه د همدې قوي دېوال په نتیجه کې ناامیده او په شاه شي.

وروستي مطالب

د فراه په ٧٨ میل بندر کې یې ۱۳ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي

نوي مطالب

داقتصادي کمېسیون غونډه کې د برېښنا اړوند مهمې پروژې تایید شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور