دایکنډي کې د ۱۸۵ زره ډالرو په لګښت پل جوړ شوی

د دایکنډي ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۸۵ زره ډالرو په لګښت یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د مالوماتو له مخې دغه پل د شهرستان ولسوالۍ په آوری مزار سېمه کې د یو.ان.سي.اچ.آر موسسې په مالي همکارۍ په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی. د یاد ولایت ځايي مسوولینو ویلي، چې د سرپرست حکومت موخه د ولس لپاره خدمت کول دي او غواړي چې د رغنیزو چارو په برخهکې خپلې هڅې لا زیاتې کړي. بلخوا د سیمې اوسېدونکو هم د دې پل پر جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي تردې وړاندې د تګ راتګ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

وروستي مطالب

له پنځو موسسو سره د یو میلیون ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت تړونونه وشول

نوي مطالب

هلمند کې د کرکټ معیاري لوبغالې جوړيږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور