خلیفه سراج الدین حقاني؛د سیاسي ثبات او مشروعیت د حصول یؤ ابداع تفکر او له تلون ډکه ژبه!

جمال ایوبي

که څه د حکومتونو او بیا د ټولنې د رهبري کولو له پاره د زمانې په پېر کې په مذهبي او فکري لحاظ دوه متفاوتې مشهورې نظریې وجود لري خو موږ دلته په اسلامي نظریې باندې اکتفاء کوو چې وایې:
د ریاست او د ټولنې د رهبري کولو له پاره د ادم علیه السلام خلق کېدل لومړنۍ مرحله ګڼل کېږي چې همدا د حکومت بنسټ او د ولس سره د مستقیم تماس پیلامه وه.
د ریاستونو په ایجاد کې د اسلامي نظریې بستر دومره وسیع دی چې مستقیماً د منتخب مشر او رعیت د وصل اړیکو بحث له پیله پکې مطرح دی.
افغان عزیز ملت چې انقلابونه او په همدې سیر کې یې بلا زوموخت، دشوار او د شقاوت پړاونه په یتیمۍ، بوریتوب، کونډیتوب، د ځلمیو په بې رحمه خزانونو، بې کوریو او په نورو مرګونو ګردابونو کې د یوه پتمن تحول له پاره تحمل کړل ترڅو د مرحمت او شفقت سیوری پرې خپور او ثمره یې ترلاسه کړي چې حاکم امارت یې د تحقق مرجع دی.
که څه هم د امارت په وړاندې بلا چلنجونه او تهدیدونه موجود دي هغه چې د نړۍ د جبر وزرو پکې اقتصادي رکود، د مهاجرینو د وتلو په څپو کې د بحراني وضعیت اټکل او د سیاسي انزوا په وجه بلا ستونزې وزېږېدلې په همدې انځور کې ولس له امارت څخه د مادي رفاهیت توقع او د ژوند په برخه کې د تسهیلاتو هغې برخې ته د صبر غوټه اچولې چې د امارت له وس پورته دي ځکه چې دا په خارجي اړخ بناء دي.
خو سیاسي ثبات« د چوکیو منصفانه ویش ،ولسونه په یؤ متحد بستر کې رانغاړل…او د عوایدو منظمه راټولونه»، مشروعیت … ولسي ژبه او تسامح دا هغه فکتورونه دي چې په داخلي اړخ پورې مستقیم تړاو لري.
په داخل کې د ولس سره د کلیدي مشرانو او د اداري مامورینو د تماس اړیکه او ژبه له ماضي «اشغالي دورې»څخه باید دومره متفاوته ،د تسامح او د هغه مثبت تَلون په حد کې وي چې یؤ معقول، سیاسي او سنجیده انسان څه چې عادي وګړی هم باید دا دوه کلنه دوره له همدې زاویې داسې تحلیل او محاسبه کړي چې پوه شي چې موږ د یوه ممثلې قیافې ترڅنګ د ممثل او مشفق رهبر په غېږ کې پراته یو، نه دا چې برعکس دا غیور او عزیز ولس د بېګانګۍ او د رټلو په ټیټ تهذیب سره هغه تَل ته ګوذار کړو چې د مشروعیت او منښت بحث پکې خپله رابرسېره شي.
که د اسلامي حکامو د تاریخ صفحې واړوو نو د ولس خدمت او وخت ورکول پکې دومره ارزښت لري چې:
خلیفه عبدالملک بن مروان چې قرانکریم یې تلاوت کاوه یؤ اموي زیري ورکوونکي په داسې حال کې چې د وخت خلیفه قران لوست ورته وویل:
چې ته خلیفه انتخاب شوې.
هغه قرانکریم راټول کړ او ویې ویل:
هذا اخر العهد بِکَ.
دا مې له تاسره اخریني لحظات دي.
دا په دې مانا چې نور زه د امت په خدمت کې له دغه اوږده تلاوت لپاره ښایې وخت پیدا نکړم ځکه اولیتونو ته ترجیح ورکول د منطقي او مؤمنو زعاماو دنده ده.
د رعیتونو ترخه اورېدل د غوره زعیم صفات دي:
حضرت عمر رضي الله عنه ته یوه مسلمانه بي بي مخې ته ودرېدله هغه ته یې ډیرې توندې خبرې وکړې:
عـمره! د خدای نه ووېرېږه .
یؤ صحابي ورته وویل: ای ښځې دا څه وایې … لږ په ځان رحم وکړه … او په امـیرالمؤمنین رحم وکړه … دومره توندې خبرې خو ندي پکار.
مخکې له دې چې دې کس ته مسلمانه بي بي ځواب ورکړي لوی عمر ورته وویل:
ته چوپ شه! ته دا پېژنئ؟ دا هغه څوک ده چې خدای یې د اوو اسمانو پورته خبرې اورېدې، عـمر څوک دی چې د هغې خبرې وانه وري.
د ستر عمر ددې تحمل وړ جملو فلسفه دا ده چې د مسلمانانو حکومتونه د خپلو پرګنو سره په مهربانه تماس او احسنو اخلاقو جوړېږي چې دا پکې د نظامونو د بقاء مهم فکتور او د شخصیتونو رنګین یاد ګرځي.
حضرت عمر رضي الله عنه چې د حضرت ابوبکر په وخت کې قاضي وو د ځمکې په یؤه موضوع کې چې حضرت ابوبکر یؤ چاته ورکړې وه دې خلکو دا خط لوی عمر ته راوړ حضرت عمر په خلیفه ابوبکر رضي الله عنه پسې راغی او تر توندو نیوکو لاندې یې ونیوه، ورته وې ویل:
دا ځمکه ستا ده؟ او که یوازې ددې مشخصو خلکو چې تا ورکړېده؟…
خو پای حضرت ابوبکر هغه تحمل او بیا له خپلې پرېکړې وګرځېد.
دا ټول هغه څه دي چې د رعیتونو حقوقو د تضمین څخه بحث کوي.
که حقیقت ووایم او مبالغه ونشي جناب خلیفه صاحب یؤ له هغه وزیرانو څخه دی چې د افغاني پرګنو طرفدار او مخالف د دواړو امیدونه ورسره د ایثار په جذبه غوټه دي د ممثل کردار ترڅنګ د منښت، د ګذشت ګفتار او عمل یې هغه سراب بېګراونډ دی چې د یؤ وزیر صفات او مزایاوې پکې ښه بشپړېږي چې په همدې وسیع تفکر کې دلته د خپلو اسلافو تاریخي او د حکیمانه عمل یادونه لازمه ګڼم:
د حضرت معاویه کاتب یؤ مسیحي سرجون ، معالج یې ابن اثال … او د هارون الرشید د مکاتبو او پوهنتونونو عمومي رئیس یوحنا بن ماسویه ټاکلی و.
خلیفه صاحب په همدې روان سیاسي مسیر کې د ډېرو نورو سره متفاوت او په یؤ متمایز سیاسي فهم کې دا ښه درک کړېده چې حکومتونه په ګذشت او وسعت سره کېږي چې دا انحصاري فکر او جنګي ادبیات د دښمن له تعرض هم زهرجن دي او بیا ښه حکومتونه هغه دي چې خپل مخالف په داسې طرېقه رامات کړي چې د حکومت په مدار کې مدغم شي.
د ولس د دروند تآثر په اساس یې وایم چې د خلیفه صاحب زباني لهجه او د کردار تصویر یې دومره بابصیرته دی چې پروني امریکایي کاوبایان تر نن پورې په دې هڅه کې دي چې د خلیفه صاحب خامې او بېباکه خبرې د خپلو سوژو له پاره پیدا کړي خو لله الحمد چې مسلمان فکر، ملي انګېزه او اندروني صداقت یې د ایثار له هغې جذبې ډک دی چې هغوی لا هم په خپل شوم هدف کې نامراده دي.
دا چې خلیفه صاحب د مصلح او په ملي ردیف کې د منل شوي سیما مولوي جلال الدین حقاني صاحب فرزند دی په همدې امتداد د ملتونو د خپلولو ابداع تفکر باید داسې خپل کړي چې تر یوه وزارت پورې منحصر نه شي بلکې سرایت ته یې زمینه مساعده کړي.
جناب خلیفه صاحب!
د حاکمیت د طلایې فرصت ترڅنګ دا چې تاسې د هغه بنیادي ځانګړنو څخه برخمن چې د ملت لپاره پکې رښتینې مرجع او ممثله سیما ګرځېدلې یاست؛ له دې څخه داسې فوق العاده او مبتکرانه استفاده پکار ده چې د اسلامپالو هغه کمزوري او نیمګړتیاوې پکې عوض شي چې دا دوه پېړۍ د حکومتدارۍ، حکومتولۍ او په مجموع کې د منسجم ملت جوړؤنې له ظرفیت او استعداد څخه محروم دي او دا هغه بدرنګ تآثر دی چې د سېکولر له پاره پکې د پېغور مؤثره حربه او د مسلمان لپاره د تاریخ او تجاربو له مخې د خجالتۍ پرته هېڅ ځواب نلري.
د مثبت تفاؤل او توقعاتو په بنیاد چې له تاسې محترم څخه کېږي دا د پېړیو منفي ایجاد شوي ذهنیت ته په خپل سیاسي معتدل تفکر او عمق سره پای کېږده.
د نړۍ جابرانه خنډونه که څه هم په یوه نوعه زموږ د وړاندې تګ مانع دي خو ددې چلنجونو هضمول او مثبت لوري ته سوق کېدل هم د یوه هوښیار حکومت نښه ده.
د افغانستان د حکمرانانو په تاریخ کې هغه واکمنان چې د ملت د ارادو له تمثیل څخه یې مخ ګرځولی، نه یواځې دا چې د قدرت له ګدۍ ګوذار شوي بلکې د ولس قهرجنو څپو پر سرحداتو واړول او د ذلیل مقدر څښتنان یې کړل.
امیر امان الله خان چې په سختو شرایطو کې د مؤمنو پرګنو په همکارۍ یې د افغانستان د خارجه سیاست په ازادۍ کې د سرلاري او د یوه ښه رهبر رول ولوبوه خو کله چې په لنډ فکر کې د ملتونو د ارزښتونو پر ضد واقع شو په مقدر کې یې هغه لرې اروپا د ژوند بستر وګرځېد … د وخت ځواکمن او یؤ قطبه شوروي ماتونکي مجاهدین چې د قدرت په هوس کې یې د ملت ګرېوانونو ته لاس واچوه بالاخره خړو پړو طالبانو په ډېر تمسخرانه شکل د حیرتان په بندر واړول …
که الله تعالی حاضر ونیسم د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د پراخ فکر په شتون کې هم ځینو مشخصو اشخاصو د خپل افراطي مزاج په دائره کې هغه پرېکړې وکړلې چې د ملي حکومت او چوکاټ په وړاندې مانع وګرځېدل، د ولس د زغم سینې پکې له هضم ووتلې او دومره ډکې شولې ،نږدې وو چې انفجار وکړي چې بالاخره همدې افراطي سیماګانو د امریکایي یرغل په اوایلو کې د یرغلګرو مخلص همکاران شول او دا هغه تاریخ دی چې باید نن ترې عبرت او درس واخلو.
… داخله وزارت چې د تشکیل له مخې یؤ وسیع او جامع وزارت دی او د هېواد په کلیدي تصامیمو کې غوښنه ونډه لري باید کردار یې هم جامع او د زړونو له پاره ملایم وي.
د سیاسي ثبات او مشروعیت بحث د نورو ترڅنګ تر ډېره پورې همدې وزارت پورې تړلې دی که د چوکیو ویش، فساد او اختلاس مخنیوی او که د ولس سره د نرمو اخلاقو خبره شي بیاهم دا موضوع دې وزارت ته راګرځي چې دا بیا په اتومات ډؤل د ښه امنیت تضمین کوي.
عمر بن عبدالعزیز د ښې حکومتولۍ له پاره تر څو د فساد، اختلاس او د نورو ناولو کړنو مخه ونیسي په ټولو اداراتو کې یې استخبارات ځای پر ځای کړل چې په مؤثریت یې لسګونه کتابونه ګواه دي ،نن هم ددې فارمولې د تطبیق اشد ضرورت دی ځکه لسیزې وشوې چې دا هېواد د څرب شوو مافیاو په بدرنګ ډنډ کې لتاړ دی چې دې دوه کلن تحول د ولسونو په فکر کې مثبت ذهنیت ایجاد کړیدی او تر ډېره پورې تر پروني دور نن ښه او نسبتاً شفافیت شتون لري.
دا منو چې د اسلافو دورې ته تګ ناممکن دی مګر ایډیال ګرځول او پالیسي یې کاپي کول ترڅو وضعیت نسبتا کنټرول کړي باید د پلان برخه وګرځي.
یؤ ځل د عمربن عبدالعزیز رحمه الله په وړاندې چا د خپلې زمانې د خلکو شکایت وکړ او د ابوبکر او عمر رضي الله عنهما د زمانې ښه یادونه پکې وشوله هغه ورته وویل:
ته حذیفه له ځانه جوړ کړه، بیا به زه عمر بن الخطاب شم، که ته حذیفه نشې کېدای له ما هم د عمر رضي الله عنه د جوړېدو هیله مه کاوه.
په همدې اساس وایو چې د حالاتو د مهارولو لپاره منطقي تدرج ته ضرورت، د وخت ظروف او د فرمانونو په تطبیق کې د زماني تحول مراعت شي.
محترم خلیفه صاحب!
د خپل وزرت په تشکیل کې باید د اوس په څېر او لا زیات د تبعیض مخه ونیول شي ځکه دا ولس چې چاته ارادت او بیا ستانه مشر ته کوم احترام لري د هغې تر قومندې لاندې ناخوالې ورته ناامیده تراژیدي ده.
د منصب پر وخت د خاصو نزاکتو په خاطر د مشروع خواهشاتو په وړاندې هم داسې دریځ اختیارول تر څو په سپینه لمن د شک ذهنیت ایجاد نشي چې په همدې تړاو د واکمن او ولس ترمنځ د اعتماد د مثبتې فضا لپاره یوې تاریخي واقعې ته اشاره کوم:
حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله مڼې ته زړه وشو په دې وخت کې یې تره ځوی جیګ شو او مڼه یې ورته راوړله خو عمر بن عبدالعزیز ددې اخستل رد کړل.
ناستو کسانو ورته وویل:
چې دا خو دې د تره ځوی دی او بله دا چې هدیه خو پېغمبر ﷺ هم اخــستې ده؟
عمر بن عبدالعزیز ورته وویل:
هغه خو پیغمبر و او د هغه لپاره هدیه وه او زموږ لپاره رشوت.
دا باریکيانې په یوه سیاسي عمق او فهم سره باید درک کړل شي ترڅو د نظامونو چوکاټ له تورو داغونو خوندي شي.
محترم خلیفه صاحب!
د مفسدینو سره په برخورد کې باید د چارواکو او ولس تر منځ تبعیضانه چلند ونشي لکه څنګه چې داخله وزارت په دې برخه کې منصفانه خو قاطع اقدامات کړیدي دا تصور باید هر وزارت ته سرایت وکړي.
حضرت عمر رضي الله عنه ته یؤ کس شکایت وکړ چې د یمن په فلاني کلي کې یؤ کس زما د کورنۍ غړی وژلی، ټول پرې خبر دي خو قاتل اوس هم ډاډه ګرځي.
لوی عمر والي ته خبر ولېږه.
والي وویل:
ای امیرمؤمنینه!
ددې خلکو په قصاص سره به دلته حالات خراب شي.
عادل امرالمؤمنین وویل:
په الله تعالی قسم که پدې جرم کې ټول کلی ملوث شي زه به ټولو ته سزا ورکړم.
دا چې حضرت عمر رضي الله عنه د عام وګړي د انتقام په خاطر د یوې معروفې کورنۍ پروا ونه ساتله دا یې د عادل نظام د تمثیل پر ځای حقیقي عدل ته رجوع وکړله نو په همدې تآثر که غواړو چې دا نظام لا نور ملي شي او د ولس د اردو تمثیل وکړي یوه یې پکې دا چې په تعزیر، حدودو تعمیل او د مجرمینو په تشهیر کې باید د مجاهد او عام وګړي ترمنځ د تعدل مسیر او اراده خپله شي.
اسلامي امارت چې د میلیونونو پرګنو د امیدونو پتمن څادر دی باید د شکلیلاتو پر ځای محتویٰ او عمل ته ارجحیت ورکړي.
جناب خلیفه صاحب !
د امیرالمؤمنین صاحب سره د نږدې صحبت څخه په فرصت باید په ځینو ادارو کې پر چوکیو د واسطه بازۍ، خپلو کورنیو استخدام ،قامیانو ځای پر ځای کاؤنه … او د سفارشونو دا بدرنګ رسم ورسره داسې جدي مطرح کړل شي چې ددې مقدس صف د تقدس په خاطر د ملتونو د ویشل کېدو او دا د امارت د فطرت خلاف کارونه تر ابد پورې دفن کړل شي ځکه دا په تاریخ کې هغه ستوغ داغ دی چې د عدل ټول انځورونه پیکه کوي که څه هم تاسې درانه مشر؛ تکرار له داسې کړنو سره خپله ناراضتیا او مخالفت څرګند کړیدی خو ددې فکر د ترویج او د تطبیق هڅه باید وشي که په دې برخه کې د ترحم او شفقت ټولې دروازې په بې رحمۍ سره بندې کړل شي د نورو مثبتو نوښتونو تر څنګ به دا هم د یؤ ابداع پرېکړې مثبت اقدام وي.
زموږ اسلافو به ددې کړنو څخه د الله عزوجل په خاطر تر هغې اندازې پورې ځان ساتنه کوله چې د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په سیرت کې راځي:
کله چې حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله خلیفه شو نو خپله کورنۍ یې یؤ طرفه کړله هغوی ډوډۍ ګانې او بلا نورې لارې د نرمېدلو له پاره په کار واچولې خو ټولې منفي وختلې.
اخر یې عمر بن عبدالعزیز ته ګرانه عمه د سفارش له پاره راوستله تر څو بېرته امتیازات ورکړي خو عمر بن عبدالعزیز یؤ دینار او که کاغذ را واخـست او په لاس کې یې وسوځوه او بیا یې خپلې ګرانې عمه ته وویل:
ایا ته غواړې چې زه د قیامت په ورځ داسې شم؟ هغې وویل:
نه.
بیایې عمه خپلې کورنۍ ته لاړه او هغوی ته یې منفي ځواب ورکړ.
په یوه بله واقعه کې راځي:
چې خلکو د حضرت عمر صفت کاوه خو عمر وویل:
دا خوښوم چې حکومت ذمه واري څخه برابر خلاص شم، نه ثواب راکړل شي او نه د چا حق راباندې پاتې وي.
یعنې دا هغه دورند پېټی دی چې د عدل تابلو حضرت عمر رضي الله عنه پکې د مساوي بدلې تمنا کوي خو؛ زموږ په ټولنه کې بیا د امتیاز په خاطر په وزارتونو کې د کورنیو ازدحام سربلندي ګڼل کېږي چې دا هم د الله عزوجل د ناراضتیا سبب ځکه دی چې په اسلام کې امارت«دنده» غوښتل جایز ندي یؤ روایت کې راځي چې:
حضرت ابو موسی اشعري فرمایې چې زما د قبیلې دوو کسانو له رسول الله څخه د حکومت دنده وغوښتله خو رسول الله ورته وویل:
موږ داسې کس ته دنده نه سپارو چې غواړي یې او حرص یې لري.
د مهاجرینو موضوع یؤ له هغه مباحثو څخه دی چې د شخصیت او مسؤلیت ارزؤنه پکې کېږي که څه هم په ظاهره یؤ بحراني او دروند بار ښکاري خو په یقین یې وایم چې دا د رب هغه ازمېښت دی چې تر شا یې پکې زموږ هراړخیزه بری او د داخلي او خارجي حریفانو د خصمانه او شریرانه پلانونو د شنډ طلایې فرصت دی خو که په سیاسي او ملي فهم سره دا څپې مدیریت کړل شي.
که په یوه فوق العاده اقدام سره دا متلاشي پرګنې کوشیر، دا اوضاع کنټرول او تکرار د مهاجرینو پوښتنه ،له نږدې لیدنه او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وشي په داسې شکل چې مهاجرین ورونه هم ووایې چې:
کاش! د امارت په لومړي کال راغلي وای.
دا ټول فرصتونه که څه هم ځینې پکې ستونزمن او د ازمېښت په حد کې دي خو د امارت د ځلېدلو له پاره ښه فرصت دی باید د ظرفیت او استعداد له مخې یې ښه مدیریت کړو.

وروستي مطالب

کندهار کې د سیمنټو فابریکې جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

نوي مطالب

د افغان او پاکستاني حکومتونو ستونزه چېرته ده؟

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور