تېره میاشت نږدې درې زره بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روان کال په مرغومې میاشت کې هېواد ته د هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې ۲ زره او ۹۷۰ تنه بهرني ګرځندویان راغلي دي. د دغې ادارې د شمېرو له مخې، په یاده موده کې د ۱۹ ښځینه وو په ګډون ۱۵۵۱ تنه بهرني وګړي هېواد ته راغلي او ۱۴۱۹ تنه نور هم له هېواده وتلي دي. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په خبرپانه کې راغلي چې یاد ګرځندویان د نیمروز ولایت له بندره، د هرات ولایت له هوایي ډګره او له تورخم بندره راغلي او تللي دي.

وروستي مطالب

د ۲۰۵ عزم قول اردو بیلا بیل نظامي وسایط ترميم کړي

نوي مطالب

عامې روغتیا وزارت:د هېواد ۹۰ ولسوالۍ روغتیايي مرکزونه نه لري

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور