بغلان کې د ۲ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

د بغلان ولایت په څلورو ولسوالیو کې د کوچنیو ذخیروي بندونو او په ۱۱ ولسوالیو کې د اوبو د کوچنیو بندونو د بدیلو پروژو چارې د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت له لوري د ۴۵ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د یاد ولایت ځایي چارواکي چې د دې کوچنیو ذخیروي بندونو په جوړولو سره به په دې ولایت کې تر یوه بریده اوبه مدیریت، د ځمکې لاندې د اوبو کچه لوړه او همدا راز د وچکالۍ پر وړاندې به اغېزمن ګامونه پورته شي. د بغلان ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په ځينو ولسوالیو کې کوچني ذخیروي بندونه جوړېږي او په هغو ولسوالیو کې چې د ذخیروي بندونو ظرفیت نه لري؛ دوی پکې بدیلې پروژې پلې کوي.

وروستي مطالب

د اوبو کنټرول او د برېښنا توليد باندې پانګونه کېږي

نوي مطالب

سویس له افغانستان سره ۴.۲۵ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور