ازبېکستاني پانګوال د اوسپنې په کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې د دې وزارت سرپرست وزیرد اوزبېکستان د ( BA holding )کمپنۍ له رییس او مل پلاوي سره لیدلی دي. د یاد وزارت د مسوولینو په خبره په دې لیدنه کې د دې کمپنۍ رییس په افغانستان کې د کانونو په ځانګړې توګه د اوسپنې په کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلېده. په ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر بیا بهرنیو پانګوالو او کمپنیو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی دی او ویلي یې دي چې بل هر وخت اوس په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې زمینه برابره شوې ده.

وروستي مطالب

له نیمروز ولایت ۸ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي

نوي مطالب

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور